IQNA

الازهر په قدس  کې دیوه دیني مرکز د جوړولو لپارهپلان لري

16:52 - June 06, 2023
د خبر لمبر: 3487437
د مصر الازهر پوهنتون د فلسطینیانو د حقوقو دملاتړ په خاطر نیّت لري، چې په نیواکي قدس کې یو دیني مرکز جوړ کړي.

ایکناد ردنا خبری سایت له قوله راپو راکړ ، د الازهر شیخ احمد اللطیب په نیواکي قدس ښار کې د یوه دینی مرکز د جوړولو لپاره  ددغه دینی اوعلمی اورګان مسئولانو ته خپل دستورات صادر کړل.

شیخ احمد الطیب ددغې موضوع په باب په یوې وینا کې ټينګار وکړ، الازهر پوهنتوند فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیسټي رژيم د اقداماتو ایشوا کولو ته دوام ورکړي او هماغه شان دغه غاصب رژیم ته پیغام ورکوي چې الازهر به د دوي هر یو جنایت  ایشوا کړي او د فلسطینی ولس کړاؤنه به دټولو لپاره روښانه کړي.

احمد الطیب روښانه کړې ده ، الازهر به دنړیوال وج دان  د ویښولو لپاهر بلنې ته هم دوام ورکړي، څو تر هغه مهال چې  خداوندمتعال  دغه ناعادلانه نیواک  چې د درستو الهی او دینی  قوانینو خلاف دی د پاي ټکی کیږدي.

احمد الطیب له فلسطینه د لازیاتو محصیلینو دمنلو او  داسلامی علومو په څانګو کې د لوړروتبه کارپيژندنې په برخو کې د زده کړې د سکالر شیپونو د پراختیا  لپاره د الازهر ګروهنه  اعلان کړه . د الازهر شیخ الاعظم همداراز د فلسطین د موضوع په باب د عربی ،اسلامی او غیر اسلامی  هیوادونو چپتیا او خاموشي خواشینونکي او  افسوسناکه وبلله .

 https://iqna.ir/fa/news/4145872

captcha